سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / انټر کانټينینټل هوټل کې د برید ګرو مرمي لا تر اوسه ندي سړي شوي

انټر کانټينینټل هوټل کې د برید ګرو مرمي لا تر اوسه ندي سړي شوي

وروستي راپورونه وايي چې د کابل پر انټر کانټينینټل هوټل باندې شاوخوا یوولس ساعته وړاندې پېل شوی برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

اوس هم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. برید څلور تنو کړی و چې د ځینو راپورونو پر بنسټ، یو تن يې وژل شوی او درې تنه يې لا هم مقاومت کوي؛ خو ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې دوه تنه يې وژل شوي او دوه تنه يې ژوندي او جګړه کوي.

ژوندیو کسانو د هوټل دننه کسان برمته کړي دي.

برید کې د وژل شویو او ټپيانو په اړه کره مالومات لا نه دي ورکړل شوي؛ خو ځینو راپورونو کې ویل شوي چې تر اوسه څلوېښت تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د هوټل څلورم او پنځم پوړ ویجاړ شوي او انځورونو کې لیدل کېږي چې ښايي هوټل ته به ډېر زیان اوښتی وي.

د هوټل دننه د ژوندیو کسانو د کورنیو غړي د هوتل بهر ولاړ دي او د خپلې کورنۍ د غړو په اړه د مالوماتو اخیستو هڅې کوي.

د وسله والو د ځپلو له پاره د افغان پوځ او ځانګړو ځواکونو سربېره د ناټو ځواکونو هم عملیاتو کې ګډون کړی دی؛ خو دوی لا هم نه دي توانېدلي چې روان برید کنترول او وسله وال ووژني.

ځینو راپورونو کې ویل شوي چې یاد هوټل کې د افغان او بهرنیو ځواکونو غونډه روانه وه.

تر اوسه د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *