دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / اوکراین افغانستان کې پوځي ماموریت پراخوي

اوکراین افغانستان کې پوځي ماموریت پراخوي

د اوکراین ددفاع وزیر سټیفن پلوتارک ویلي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات او همدا راز د غوڅ ملاتړ ماموریت د بریا لپاره په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور پراخوي. دده په خبره اوکراین له یولسو کلونو راهیسې له ناټو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته کوي او دغه موده به نوره هم وغځول شي. د پلوتارک په وینا اوکرایني ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي او د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې به خپل فعالیتونه ترسره کوي. نوموړي یادې څرګندونې د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې وروسته کړې دي او وایي هیله لري، ناټو وکړی شي په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد روانه مبارزه بریالۍ کړې. د جمعې په ورځ د ناټو ځینو غړو هېوادونو افغانستان ته د لا ډېرو عسکرو د لېږلو خبره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: