جمعه , مې 7 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / اوکراین ولسمشر په کابل کې دخپلو وګړو په وژل کېدو دردمند شوي دي

اوکراین ولسمشر په کابل کې دخپلو وګړو په وژل کېدو دردمند شوي دي

 

د اوکراین ولسمشر په افغانستان کې د خپل هېواد د وګړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې پترو پروشینکو ویلي، په افغانستان کې پر یوه هوټل برید سخت خواشینی کړی دی او هلته د اوکرایني وګړو پېښه ورته سخته خواشینوونکې ده. نوموړي ویلي چې وګړو یې په ملکي برخه کې کار کاوه، خو د وسله والو تر برید لاندې راغلل. اوکرایني رسنۍ وايي د ځینو راپورونو له مخې ۹ او د ځینو راپورونو له مخې ۶ اوکرایني وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي دي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې پر انټرکانټنینټال د برید په پېښه کې ۶ اوکرایني وګړي وژل شوي دي. سرچینه وايي دغه کسانو په یوه خصوصي هوايي شرکت کې کار کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *