دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / ليکنې / او تاسې پوهیږئ چې منظور پښتین ولې د آزادۍ غږ آواز اوچت کړ؟

او تاسې پوهیږئ چې منظور پښتین ولې د آزادۍ غږ آواز اوچت کړ؟

لیکنه(شیرین آغا جهانګیر)

رسنۍ يې پټوي، خلک له شرمه غږ نه کوي، حقیقت داسې دی:
– پښتون ته په پاکستان کې د دریمې درجې اتباعو په سترګه کتل کیږي. پښتون په پاکستان کې، حتی په خپله خاوره کې لا مهاجر دي.
– د پښتون سر او مال خوندي ندی.
– د پښتون د سر سړی په مرموز ډول وژل کیږي. د تیرو څو لسیزو په موده کې په زرګونه پښتانه او بلوچ اتباعو مړ او ژوندی لاندی معلوم.
– په پوستو او چیک پواینټونو کې پنجابي فوځیان او پولیس د پښتون ناموس ته په سپکه ګوري.
– د پښتون په کور د شپې پنجابي فوځ او پولیس چاپې اچوي، د ناموس بې عزتي يې کوي، مال يې لوټوي او په سر يې هم صرفه نکوي.
– له پښتونخوا په زرګونه پتمنې پښتمنې نجونې ورکې دي. معلومې ندي چې پنجابي فوځونو چیرته وړي او په کوم بازار يې پلورلي دي.
– پښتون تاریخ، کلتور او ژبه په لوی لاس له ذهنونو وویستل شو.
– پښتون د تاریخ له پاڼو یا وویستل شو او یا يې د غدار په نامه د خلکو په ذهنونو کې ځای په ځای کړ.
– کور هم د پښتون وران، سر هم د پښتون پرې، ناموس هم د پښتون لیلام، خاوره هم د پښتون اشغال، خو غدار او ملامت هم پښتون.
– دا او دې ته ورته په زرګونه نور تریخ حقیقتونه دي چې له خلکو پټیږي او پښتون پرې بلک میل کیږي. د هر محکوم پښتون په ذهن کې دا ور اچول شوی چې که آواز پورته کړي نو هم به ووژل شي، هم به بدنامه شي او هم به څوک جرئت ونکړي چې پوښتنه يې وکړي.

سکوت باید مات شي او محکوم ملت باید د خپل حق لپاره داسې قربانۍ ته تیار شي چې راتلونکي نسلونه د غلامۍ زنځیرونه په غاړه کې ونلري.
له پنجابي ښکلیلاکه د افغان وطن او افغانې خاورې د خلاصون او آزادۍ دا چانس به بیا دومره زر په لاس رانشي.
#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: