چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ايا امريکا، افغانستان په بله ناولې لوبه کې ښکېلوي؟

ايا امريکا، افغانستان په بله ناولې لوبه کې ښکېلوي؟

مصور څړوال-

امريکا پر ايران د کړۍ تنګولو په موخه په سيمه کې په ملاتړو پسې ګرځي. له هغه راهيسې چې ډونالډ ټرمپ د امريکا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د ايران او متحدو ايالتونو په غوړېدونکو اړيکو د مني سيلۍ ګډه شوې ده. ټرمپ ان مخکې له دې چې واک ته ورسېږي، د ايرن او سترو قدرتونو تر منځ د دغه هېواد اټومي هوکړه ننګولې او هغه یې د امريکا پر زيان بللې وه. ده ګواښونه کول چې سپينې ماڼۍ ته له رسېدو سره سم به له ايران سره شوې اټومي هوکړه ختمه کړي؛ خو سپينې ماڼۍ ته تر رسېدو وروسته يې ځان په خپله پرېکړه کې يوازې وليد او دريځ يې نرم شو.
زما دا خبره په دې مانا نه ده چې ټرمپ د ايران له اخوندانو سره د مخکني ولسمشر بارک اوباما او يا په ټوله کې ډيموکراټانو په څېر سړه سينه خپله کړه او د هغوی ټولو نازونو او نزاکتونو ته یې لبيک لبيک ويل پيل کړل. نوموړی د خپلې ولسمشرۍ له پيله بيا تر دې دمه د مختلفو امکاناتو په کارولو سره هڅه کوي چې ايران تر فشار لاندې راولي.
پر ايران د ټرمپ د فشارونو لومړی ګام منځني ختيځ، په ځانګړي ډول سعودي عربستان ته د هغه سفر و. له سعودي سره يې د لسګونو ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور تړون لاسليک کړ. په دې توګه یې له يوې خوا ښه غوښنه سوداګريزه معامله وکړه او له بل پلوه یې په پرمختللو وسلو د سعودي د سمبالولو له کبله ايران ته لوی ګواښ پېښ کړ.
په سيمه کې د ايران د پراخېدونکي، خو په ورته وخت کې بدغوښتي رول، په تړاو اندېښنې نوې نه دي. له اخوندانو سره د عربي هېوادونو د تربګنۍ کيسه هم پخوانۍ ده. دې چارې بيا ټرمپ ته له تهران سره د دښمنۍ لپاره د ډګر موندل خورا اسانه کړي دي.
د امریکا، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو امنیتي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ ناسته درلوده او په سيمه کې يې د ايران د نفوذ د مخنيوي پر لارو چارو بحث کړی دی.
سپينې ماڼۍ ويلي چې په دغه ناسته کې د دريو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و او په ګڼو ستراتيژيکو موضوعاتو يې بحث کړی دی.
د سعودي، اماراتو او امريکا امنيتي چارواکو څه ويلي او ولې يې ويلي، زموږ لپاره ډېر مهم نه دي؛ خو سپينه ماڼۍ وايي چې د يادو هېوادونو د چارواکو په يوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ښاغلي حنيف اتمر هم ګډون کړی دی.
ويل کېږي چې د ښاغلي اتمر د بحث موضوع په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د شرایطو برابرولو لپاره له افغان حکومت د امریکا، سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو د مشارکت لارې چارې وې.
که څه هم سپينې ماڼۍ د دې ناستو او غونډو د پرېکړو په تړاو جزئيات نه دي خپاره کړي خو په يوه داسې غونډه کې د افغانستان د لوړپوړو چارواکو ګډون چې د بحث موضوع يې د نورو هېوادونو خپلمنځي ستونزې او لانجې وي د اندېښنې وړ خبره ده.
امريکا په لوی لاس هڅه کوي چې افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره په لانجه واړوي. له يوې خوا يې له چين او روسيې سره په افغانستان کې رسنيزه جګړه روانه کړې او له بلې خوا اوس هڅه کوي چې افغان حکومت په هغه ناولې لوبه کې ورګډ کړي چې له کبله يې په تېرو دوو دريو کلونو کې په منځني ختيځ کې په لکونو انسانان قرباني شول.
دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان ته راغلل، خو ترهګري نه يوازې ختمه نه شوه بلکې يوه يا دوې ترهګرې ډلې يې په ۲۲ ترهګرو ډلو بدلې کړې. په لوی لاس يې دې ته زمينه برابره کړه چې روسيه،ايران او نور ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د همکارۍ پر ځای سيالۍ ته مجبور شي.
افغان حکومت خو په ښکاره نارې وهي چې افغانستان د سياليو مرکز نه بلکې د همکاريو ډګر دی، خو په عمل کې بيا ځينې داسې اقدامات کوي چې د جدي اندېښنې وړ دي.
په داسې يوه غونډه کې چې د بحث موضوع يې د سعودي-امريکا او ايران سيالي او دښمني ده، ولې بايد افغان چارواکي ګډون وکړي. که خبره د افغان سولې پروسې ته د مرستې را جلبول وي، نو دا موضوع ولې د امريکا او ايران د دښمنۍ له بحثونو سره يو ځای شوې ده.
حکومت ته پکار ده چې په داسې ناستو او غونډو کې له ګډون کولو ډډه وکړي چې افغانستان له خپلو ګاونډيانو او يا په ټوله کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره په تقابل کې راولي. موږ لا په دې موقف کې نه يو چې له سيالو ډلګيو سره يو ځای شو، زموږ تجربې هم دا ډاډ نه شي راکولی چې که موږ د يو هېواد له کبله بل هغه خپه کړو نه په بده ورځ به يوازې پاتې نه شو. موږ ته د افغانانو په توګه خپلې ملي ګټې مهمې دي او زموږ ګټې د نورو هېوادونو په همکاريو کې نغښتې دي، نه په سياليو کې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: