جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اچین ولسوالۍ که د داعش د ظلمونو هدېره!

اچین ولسوالۍ که د داعش د ظلمونو هدېره!

ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یو بل ډله ییز قبر هم موندل شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي امنیتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مامندرې په سیمه کې یو بل ډله ییز قبر چې لس تنه پکې خښ کړل شوي وو موندلی دی. عطالله خوګياڼي وویل چې په دغه ‌‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر کې د هغو لسو تنو ولسي وګړو جسدونه موندل شوي چې څه باندې دولس میاشتې وړاندې داعش وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ پاس پچیر څخه له ځانه سره بېولي وو. تېره ورځ هم امنیتي ځواکونو د هغو نهو تنو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز قبر موندلی وو چې له کوټ ولسوالۍ څخه داعش وسله والو برمته کړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: