جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اکانامیست ورځپاڼه: په غزني ګوزار په حقیقت کې پر افغان دولت ګزار دی

اکانامیست ورځپاڼه: په غزني ګوزار په حقیقت کې پر افغان دولت ګزار دی

پر غزني د وسله‎والو طالبانو بریدونه یوازې پر ځاني او مالي زیانونو پورې نه‌محدودېږي، اکانامیست مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې پر دې موضوع تمرکز کړی او لیکي:

د غزني ښار چې نفوس‌یې ۲۵۰ زره دی، اوسېدونکي یې تر اوسه د وروستیو جګړو د قربانیانو خښولو ته دوام ورکوي.

د هغې جګړې چې د ملګرو ملتونو په وینا د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ولسي خلک او شااوخوا ۱۰۰ سرتېري او پولیس په‎کې وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو ته هم د په سلګونه تلفاتو د اوښتو خبره شوې.

پر دې سربېره د طالبانو په پراخو بریدونو کې په ښار کې ډېرې دولتي ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

خو اکانامیست مجله لیکي، اصلي ګوزار د ځاني او مالي تلفاتو نه، بلکې د افغانستان پر حکومت و چې طالبانو په‎دې برید سره د هغه حیثیت او وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته.

د اکانامیست په لیکنه طالبانو مخکې هم د کندز ښار د لنډ وخت لپاره نیولی و او پر فراه ښار یې هم سخته حمله کړې وه، خو د غزني د حملې توپیر په‎دې کې دی چې دا ولایت د کابل دروازې ته نږدې پروت دی او طالبانو غوښتل چې په‎دې حملې سره وښیي چې هر کله او هر ځای چې یې غوښتي وي حملې کولای شي.

مجله د کابل وروستۍ ځان‎وژونکې حملې او تلفاتو ته هم اشاره کوي او لیکي، له دغه تیاره وضعیت سره سره که طالبان لکه د تېر کمکي اختر په څېر په لوی اختر کې هم موقت اوربند اعلان کړي د سولې هیلې به بیا راوټوکېږي ځکه له مخکېني اوربند سره په افغانستان کې د سولې لرلید په اړه ډېر خلک هیله‌مند شوي وو.

پر غزني د وسله‎والو طالبانو بریدونه یوازې پر ځاني او مالي زیانونو پورې نه‌محدودېږي.

بزنس انسایدر

بزنس انسایدر خپرونې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو موضوع ته پام اړولی او لیکي، د بلک واټر د خصوصي امنیتي کمېټې مؤسس اېرېک پرنس هڅه کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته قناعت ورکړي چې دغه جګړه خصوصي سکټور ته وسپاري.

پرنس چې یو میلیاردر دی وایي، باور لري چې د افغانستان لانجه د څو زره اجیرو سرتېرو او درې نیم میلیارده ډالرو پانګونې سره هوارېدی شي په داسې حال کې چې امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې پر دې جګړې ۷۱۴ میلیارده ډالره لګولي او اوس هم په‎دې هېواد کې ۱۵ زره امریکایي پوځیان او ۳۰ زره قراردیان حضور لري.

د بزنس انسایدر خپرونې په لیکنه پرنس تېر کال د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو وړاندیز وړاندې کړې و چې د هغه وخت دفاع وزیر جېمز مټېس ورسره مخالفت کړی و.

له دغه وړاندیز سره اوس هم ډېر امریکایي چارواکي مخالف دي او پر دې سربېره په افغانستان او عراق کې د بلک واټر بدې سابقې ته په پام سره اکثره افغانان هم د دې مخالف دي چې دغه جګړه دې خصوصي او هغه هم بلک واټر ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *