چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان له کلونو وروسته غلام خان بندر پرانیستی دی

پاکستان له کلونو وروسته غلام خان بندر پرانیستی دی

د غلام خان بندر چې له کلونو را پدېخوا د پاکستاني ځواکونو لخوا د تروریزم ضد عملیاتو په پلمه تړل شوی وو بیرته پرانیستل شوی دی. د پاکستان پوځ او محلي چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو دا لاره د تروریزم له هر نوع ګواښه پاکه کړې او اوس ورباندې تجارتي کاروانونه بې له کوم تشویشه تګ راتګ کولی شي. په ورته وخت کې رادیو پاکستان اعلان کړی دی چې په شمالي وزیرستان کې واقع دا بندر یې په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب په نوم د عملیاتو له امله تړلی وو. پاکستان یاد بندر وروسته له هغه پرانیزي چې په تیرو دوو کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده. څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د تجارت او صنایعو خونو مشر زاهدالله شینواري وویل چې له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په کچه کې دوه میلیارده ډالر کمښت راغلی دی، چې دا د پاکستان اقتصاد ته سخته ضربه ده. هغه دغه راز ویلي وو چې پاکستان باید له افغانستان سره د تجارتي اړیکو په برخه کې اساسي اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: