یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ایراني موټرسیکلونه په افغانستان او عراق کې د ترهګرو له لوري کارول کېږي

ایراني موټرسیکلونه په افغانستان او عراق کې د ترهګرو له لوري کارول کېږي

ایراني موټرسیکلونه په افغانستان او عراق کې د ترهګرو له لوري کارول کېږي. د ايراني رسنیو د راپورونو له مخې داسې ښکاري، چې سلګونه ایراني موټرسیکلونه په افغانستان او عراق کې د ترهګرو ډلو په تېره د طالبانو له لوري کارول کېږي. د ایران امنیتي او دفاعي چارواکو بیا ویلي چې د طالبانو له لوري د موټرسیکلونو په کارونه باندې خبر دي، خو دا موټرسیکلونه په قانوني توګه نه دي صادر شوي. د چارواکو په وینا ښايي د غلا موټرسیکلونه په قاچاقي توګه د ایران له پولو اړول شوي وي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او طالبانو لاسونو ته لوېدلي وي. موټرسیکلونه په افغان جګړه کې د طالبانو له لوري تر ټولو ډېره کارول کېدونکې وسیله ده. وسله والې ډلې د خپلو ټولو فعالیتونو او تګ راتګ لپاره له همدې وسیلې ګټه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: