جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / ایران او اسراییل د یوې نوي جګړې په پړاو کې داخل شوي دي

ایران او اسراییل د یوې نوي جګړې په پړاو کې داخل شوي دي

وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره له شوي اټومي تړون څخه ووته، اسراییلو په سوریه کې په ایراني تاسیساتو بریدونه پېل کړل. راپورونو کې ویل شوي چې دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسدران شپږ سرتېري هم وژل شوي دي.

د چارو یو شمېر کارپوهان ګومان کوي چې امریکا د اسراییلو او سعودي په غوښتنه له دغه تړونه ووته. د اسراییلو او سعودي تر منځ اړیکې ښې شوي چې د دغو اړیکو د ښه کېدو مهم لامل له ایران سره د دوی ګډه دښمني ښودل کېږي.

بل خوا، داسې اندېښنې هم څرګندېږي چې د اسراییلو او ایران تر منځ به په منځني ختيځ کې نیابتي جګړه چټکه شي او شونې ده چې مخامخ پوځي جګړه هم پېل شي.

د روسيې پارلمان په یوه بیان کې د اسراییلو او ایران تر منځ د جګړې د پېلېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. بیان کې ویل شوي چې په سوریه باندې د اسراییلو د بریدونو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي مخامختیا ګواښ زیات شوی دی.

یوازې روسيې نه بلکې نورو هېوادونو هم دغه ډول اندېښنې څرګندې کړې دي. د چارو یو شمېر افغان کارپوهان په افغانستان کې د امریکا او ایران تر منځ د شونې نیابتي جګړې د پېلېدو په اړه اندېښنې لري. دوی له افغان حکومت نه د بې طرفۍ او دغه قضیه کې د نه ښکېلېدا غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: