پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ایران به د امریکا پر لګولو شویو بندیزونه برلاسی شي

ایران به د امریکا پر لګولو شویو بندیزونه برلاسی شي

ایران به د امریکا پر لګولو شویو بندیزونه برلاسی شي. یادې څرګندونې د ایران ولسمشر حسن روحاني د یاد هېواد پارلمان ته په خپله نوې وینا کې کړې دي. هغه ویلي په سپینه ماڼۍ کې به ایراني ضد چارواکو ته وښیي چې د دغه بندیزونه له لارې به خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکام شي. روحاني نن په تهران کې د پارلمان غونډې ته وربلل شوی و، چې په یاد هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت د خرابېدو، د بیو د لوړوالي او د بې کارۍ د زیاتوالي پر وړاندې د خپلو کړنو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي. خو د هغه ځوابونو د وکیلانو قناعت حاصل نه کړ او دغه موضوع یې قضایي ادارې ته وړاندې کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *