دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ایران خپل تښتول شوي پوځیان له پاکستان نه غواړي

ایران خپل تښتول شوي پوځیان له پاکستان نه غواړي

د ایران (ګارد سپاه پاسداران انقلاب) نن سې شنبه پر پاکستان غږ وکړ چې هغه مشکوک وسله وال چې د ایران د امنیتي ځواکونو ۱۴ غړي يې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمو تښتولي، پېدا کړي.

د سپاه پاسداران انقلاب ګارد په بیان کې ویل شوي:

“موږ د پاکستان له حکومته دا تمه لرو چې دا ترورېستي ډلې به چې د سیمې یوشمېر دولتونه یې ملاتړ کوي، پېدا کړي او برمته شوي ایراني ځواکونه به عاجل خوشې کړي.”

د ایران د دولتي رسنیو په حواله نن سهار ۱۴ امنیتي ساتونکي چې د سپاه پاسداران انقلاب ګارد د استخباراتو د برخې دوه مامورین هم په کې وو، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پاکستان پولې ته نېږدې وتښتول شول.

د ایران خبري اژانس ایرنا ویلي چې دا کسان نن سهار د څلورو او پنځو بجو په شااوخوا کې یوې ترورېستي ډلې تښتولي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *