یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ایران دولت رضاثلاث نن په دار وځړاو

ایران دولت رضاثلاث نن په دار وځړاو

ایراني چارواکو پر هغه کس چې د صوفي طریقې د یوې ډلې له غړو سره د امنیتي ځواکونو په اخ و ډب کې د درې کسانو په وژلو تورن و او په اعدام محکوم شوی، دغه سزا تطبیق کړې ده.

د ایران د قضایي ادارې په رسمي وېب‎پاڼه کې ویل شوي محمد رضا ثلاث نن سهار وختي په دار وځړول شو.

۵۱ کلن ثلاث په تېره مارچ میاشت کې محاکمه او په اعدام محکوم شوی چې د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل هغه بشپړ غیر عادلانه بللی و.

په فبرورۍ میاشت کې په تهران کې د ایران د صوفیانو د توقیف شویو غړو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې درې پولیس افسران د یوه موټر په ذریعه چې پر هغو وروستل شوی و، ووژل شول.

د ګنابادي دروېشانو غړو دغه‌راز هغه اندېښنو ته په پام سره چې ښایي، د دوی مشر پیر ۹۰ کلن نور علي تابنده به هم ژر ونیول شي، دغه اعتراضي لاریون کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: