ایران دې په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران په اړه د امریکا پرېکړه اعلان کړه. نوموړي وویل، ایران په سیمه کې د طالبانو، حزب الله او دې ته ورته نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د منځني ختیځ په نا ارامیو کې لاس لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، امریکا به پر دغه هېواد داسې بندیزونه وضع کړي، چې تر دې دمه پر هېڅ هېواد نه وي وضع شوي. د پمپیو په خبره له دې بندیزونو د خلاصون لپاره ایران باید په افغانستان کې د طالبانو او په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. دده په خبره ایران باید له سوریې خپل عسکر وباسي، د عراقي خاورې استقلال ته درناوی وکړي، په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي، خپل اټومي پروګرام په بشپړه توګه ودروي، نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي، چې د ایران د توغندیو جوړولو بهیر وڅاري او نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي. پمپیو ویلي، تر هغه چې د ایران په تګلاره کې دوامداره او قوي بدلونونه را نه شي امریکا به هم خپل بندیزونه ورباندې کم نه کړي.
