دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد بندوي

ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد بندوي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای له فارس خلیج د تیلو د لېږد د مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني له خبرداري ملاتړ څرګند کړی دی. د خامنه ای له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي پرون د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي دي، د ولسمشر روحاني خبرداری د ایراني نظام د سیاست او تګلارې څرګندونه کوي. حسن روحاني د جولای میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې که امریکا د ایران د تیلو د صادراتو مخه ونیسي او پر تهران نور بندیزونه ولګوي، نو ایران به په خلیج کې د هرمز له تنګي د تیلو انتقال بند کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *