سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ایران غواړي د افغانستان د وسپنې یو کان استخراج کړي

ایران غواړي د افغانستان د وسپنې یو کان استخراج کړي

د کانونو وزارت سرپرستې نرګس نهان ویلي ایران غواړي د هرات د سنګان وسپنې کان استخراج کړي. د نوموړې په وینا دغه کان د افغانستان او ایران پر ګډه پوله پروت دی، چې ایران یې خپله برخه استخراج کړې خو د افغانستان لوری نه دی استخراج شوی. د نهان په خبره ایراني چارواکي وايي چې ددوی ماشینري په یاد کان کې موجوده ده، نو که افغانستان هوکړه ورسره وکړي ددغه کان د افغانستان د برخې استخراج به هم پیل کړي. خو نهان وايي د افغان حکومت تګلاره دا ده، چې باید افغان کانونونه د ننه په افغانستان کې پروسس او استخراج شي. نوموړې ویلي چې په کابل کې د ایران سفیر هم څو ځله په اړونده موضوع خبرې ورسره کړې دي. نهان وایي مسئله له حکومتي مشرانو سره شریکه شوې ده او پایلې به یې وروسته خپرې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: