شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ایران له افغانستان غوښتي چې د اوبو د مسئلې پر سر له سره مذاکرات پيل کړي

ایران له افغانستان غوښتي چې د اوبو د مسئلې پر سر له سره مذاکرات پيل کړي

ایران له افغانستان غوښتي چې د اوبو د مسئلې پر سر له سره مذاکرات پيل کړي. د تهران ټایمز د راپور له مخې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال مسعود تجریشي ویلي، ددې اړتیا ده، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر له سره خبرې وشي. دده په خبره په دې اړه یې له افغان حکومت غوښتي څو د هلمند اوبو پر سر له سره خبرې پیل کړي او شته ستونزې حل کړي. دده په خبره د ایران په ډېری ډنډونو او رودونو کې اوبو کمې دي، چې د وچکالۍ او توپانونو سبب شوې دي. هغه زیاته کړې چې که له افغانستان سره په دې اړه خبرې و نه شي نو په ایران کې به د ګڼو ډنډونو او رودونو وضعیت خراب شي. د هلمند سیند په ایران کې زرګونه جرېبه ځمکه خړوبوي چې په دې وروستیو کې ددغه سیند د اوبو کمېدو د ایران غږ اوچت کړی دی. افغان حکومت بیا په ځلونو ویلي، چې افغانستان په ۱۳۵۱ کال کې د ارواښاد موسی شفیق لخوا لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن دی او د همغه پر بنسټ ایران ته اوبه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: