یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ایران هڅه کوې چې د چابهار بندر کارونه د خنډ سره مخ کړي

ایران هڅه کوې چې د چابهار بندر کارونه د خنډ سره مخ کړي

د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جی شنکر وایي، ایران د نا معلومو دلایلو له مخې له شاوخوا دریو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې د چابهار بندر د درې اړخیز قرارداد د شرایطو په بدلولو سره د یاد بندر کارونه له خنډ سره مخ کړي. شنکر دغه څرګندونې له یوې هندۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې کړې دي. هغه زیاته کړې ایران د چابهار بندر کې ستونزې جوړوي او دا چې د دې بندر د رغولو کارونه یو څه ځنډني شوي یواځینی لامل ایران دی. هند د چابهار بندر د لومړني فاز جوړېدو لپاره ۸۵ میلیونه او د ټولې پروژې تکمیلېدو لپاره یې بیا د ۵سوه میلیونه ډالرو ورکړې ژمنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ایراني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې وایي د چابهار بندر د لومړني فاز کارونه پای ته رسېدلي او چمتو دی، چې افغان او هندي سوداګر د خپلو تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره ترې ګټه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *