دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / ایران وایي عراق کې ماتې شوې ډلې افغانستان ته لېږدول کېږي

ایران وایي عراق کې ماتې شوې ډلې افغانستان ته لېږدول کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مرتضی سرمدي وایي، په عراق او سوریه کې د ماتې شوې ترهګرې ډلې غړي د منځنۍ اسیا امنیت ته د ګواښ پېښولو په موخه افغانستان ته لېږدول کېږي. د فارس اژانس د خبر له مخې، نوموړي یادې څرګندونې په تاجکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د اولسمې غونډې په څنډه کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. د سرچینې په وینا دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې اترې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د سیمي امنیت ته په اشارې ویلي، چې دوی د افغانستان امنیت ته د خپل امنیت په سترګه ګوري او ایران به له وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تر دې هم ایران او روسیې تورونه پورې کړي دي، چې ګنې داسې شواهد لري، چې په افغانستان کې ځینې ناپېژانده چورلکې وسله والو ډلو ته وسلې لېږدوي، خو افغان حکومت په وار وار دا ادعاګاوې رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې ګاونډي هېوادونه دې د بې ځایه تورونو پر ځای له وسله والو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ملګري شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *