جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ایران پوځ:د اهواز ښار د مرګوني برید اصلي طراح مو وژلی دی

ایران پوځ:د اهواز ښار د مرګوني برید اصلي طراح مو وژلی دی

ایراني ځواکونو ویلي، چې د اهواز ښار د مرګوني برید اصلي طراح یې وژلی دی. د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ابو ضحی په نوم یو کس چې د داعش ډلې قومندان او د اهواز برید یې طرحه کړی و، د تېرې سه شنبې په ورځ له دریو نورو کسانو سره یو ځای د عراق په شمال ختیځ کې وژل شوی دی. د یادونې ده چې د ایران په اهواز کې تېره میاشت لږ تر لږه پنځو کسانو چې پوځي دریشي یې پر تن وې، پر یو پوځي پرېډ برید وکړ او ۲۴ پوځیان یې ووژل. داعش ډلې چې په خوزستان کې ځان د عربو جلا غوښتونکي ډله هم بولې د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *