چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / بين المللي / ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي

ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي

ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د راپورنو له مخې پېښه تېره شپه د تهران ښار په څنډو کې د یو مسافر وړونکي ۳۰۴ او ټانکر موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. تسنیم خبري اژانس وایي، چې ټانکر له تېلو ډک و او هغه مهال یې له ۳۰۴ موټر سره ټکر وکړ چې په ډېرې تېزۍ له یو ټرمینله راووت. د راپورونو پر بنسټ په ټانکر کې ۱۸ زره لیټره تېل بار وو، چې له ټکر وروسته یې چاودنه کړې ده. په دې پېښه کې د ټانکر موټر د یو چلونکي په ګډون د ۳۰۴ موټر ۱۱ سپاره مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. تسنیم په تهران کې د روغتیایي سرچینو له قوله لیکلي، چې د پېښې قربانیان ټول سوي او د پېژندګلوۍ وړ نه دي. د سرچینې په وینا دوی هڅه کوي، چې د قربانیان جسدونه له ډي ان اې ټیسټونو وروسته خپلو خپلو کورنیو ته وسپاري. د دې پېښې په تړاو په ټول ایران کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *