یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / پاکستان / باجوه نن تر غرمې مخکې کابل ته په يوه ورځني سفر رسېدلى دى.

باجوه نن تر غرمې مخکې کابل ته په يوه ورځني سفر رسېدلى دى.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه نن تر غرمې مخکې کابل ته په يوه ورځني سفر رسېدلى دى. سرچينې زياته کړه، هغه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي. له اسلام اباد څخه کابل ته د جنرال باجوه د روانېدو پر مهال د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې هغه د افغان ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته روان شوى او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې کوي. د هغه په وينا، پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت، امريکا او ناټو په دغه هېواد کې د سولې په راوستلوکې بريالي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *