د (ټرایبل نیوز) مالوماتو له مخې نن سهار د باجوړ سلارزو تحصيل کې په پاکستاني عسکرو بمي چاودنه وشوه، چې له امله یې اووه ۷ پاکستاني عسکر مړه او ټپیان شول.
برید هغه وخت تر سره شو کله چې عسکر د اغزن تار لګولو لپاره په سیمه کې روان وو،
د دغه برید پړه د حزب الاحرار ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسف زی په یو راستول شوي راپور کې منلې ده.
یاده دې وي چې د دغې ډلې په څېر د پوځ مخالف نورې ډلې هم په دغه سيمه کې پرتې دي، خو پوځ بیا هم انتقام له مظلوم ولس څخه اخلي