یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / پاکستان / باجوړ ایجنسۍ: په ډرون بریدکې د پاکستاني طالبانو ۲۳ تنه جنګیالي وژل شوي دي

باجوړ ایجنسۍ: په ډرون بریدکې د پاکستاني طالبانو ۲۳ تنه جنګیالي وژل شوي دي

باجوړ ایجنسۍ:د بې پلوټه الوتکې په بریدکې د پاکستان مخالف ډلې ۲۳ تنه جنګیالي وژل شوي دي.

باجوړ ایجنسۍ سرحدي سيمه کې ډرون برید تلفات اړولې دي د ټرایبل نیوز د موثقه او باوري سرچېنو دمالوماتو له مخه نن ډرون برید حمله هغه مهال وشوه چې د پاکستانیو ترهګرو ډلې لوړ رتبه مشران چې د خپلو تربیت مرکزونو څخه د لېدنې په موخه بوخت وو چې د یاد برید په ترڅ کې د دغه ترهګرې ډلې ۲۳تنه جنګیالي وژل شوي دي چې په وژل شوو کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشر ملا فضل الله ځوی هم شامل دی.

خو ویل کېږي چې یاد برید د پاکستانیو طالبانو د ډلې باجوړ ایجنسۍ په امیر ملا ګل محمد تر سره شوی دی چې پکې د یاد وسلوال د وژل کېدو خبر ورکول کېږي اوتر څنګ یي د کمانډر یاسین د وژل کېدو راپورونه هم دي چې د دغه ترهګرې ډلې د روزنېزو چارو مسؤل او تربیت ورکونکی دی که څه هم تر اوسه ازادو سرچېنو د دغه برید پخلی ندی کړی.

دپاکستانیو وسلوالو طالبانو سرچېنو همېشه دا درېز وې چې په دوي د بې پلوټه الوتکو بریدونه د پاکستان په اشارو باندي کېږي چې په دغه ډول بریدونو کې ورسره د پاکستان دجاسوسي پوره نیټورک حمایت یا مرسته حاصله وي له همدي امله ځېني څیړونکي د پاکستان او په ډیورنډ کرښه د ډرون بریدونو ملاتړ کوي چې دغه ډول مخالف بیانونو د درزنو نه ډیر دي.

په ډاګه دې وې چې یاد برید د پاکستان په مخالفه وسلوالې ډلې تحریک طالبان د ملا فضل الله په ملګرو شوی دی خو بلخوا د برید په تړاو په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو رسنیو ته د یاد برید د پخلې په تړاو کوم بیان ندی ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: