دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / باجوړ ایجنسۍ کې تبلیغیان وژل شوي دي

باجوړ ایجنسۍ کې تبلیغیان وژل شوي دي

د باجوړ ایجنسۍ په ملنګۍ سیمه کې د درې ورځني تبلیغ پر یوه ډله (تبلیغیانو) ډزې شوې چې په کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

د پولیټیکل ایجنټ دفتر رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې وژلی او ژوبل تنان د لوی ماموندو اوسیدونکي دي او پېښه یې د دښمني بلې ده.

د سیمی یو مشر ملک شاه ولي خان ماموند وایي، چې دغه ټول تبلیغیان له ورڅېرمه کلي ډمبرۍ څخه ګاونډي کلي ملنګي ته د تبلیغ لپاره په سه روزه ورغلي ول، چی نن د پشمني (پېسمي) پر وخت پرې څو تنانو ډزې وکړی چې یو تن یې پکې ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

یاده دې وي چې د سېشنبې ورځې مازیګر د هاشم چارمنګ ملک امان الله په یوه بمي چاودنه کې زخمي شوی دی.

د پولیټکل ایجنټ باجوړ له دفتره مشال راډیو ته د ورکړیو مالوماتو ترمخه ملک امان الله له خپل کور سره نېږدې جومات کې له لمانځه پس کور ته روان وو، چې په لار کې ورباندې ښخ شوي باروت وچاودېدل، او هغه پکې ءوبل شو.

۴۰ کلن ملک امان الله د وسله والو پرضد د سرکار کلک پلوي وو، او د حکومتي مرستندویه کمېټۍ فعاله غړی هم دی. ملک امان الله د علاج په غرض د باجوړ په لوی روغتون کېداخل دی.

یادونې ده چی د ملک امان الله مشر ورور ملک تاج محمد هم څو کاله وړاندی په خپله سیمه کې د افغانستان له اړخه راغلي یوه راکټي برید کې وژل شوی وو، د هغه یو بل مشر ورور ملک غلام سید هم پروسږ کال (۲۰۱۷) د روژی میاشت کې په خپله سیمه هاشم چارمنګ کې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: