پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / باجوړ ایجنسۍ کې ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

باجوړ ایجنسۍ کې ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د باجوړ اېجنسۍ په سلارزۍ سيمه کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښتې روانې دي، چې د نن ورځې تازه مالوماتو ترمخه، پاکستاني طالبانو پنځلس پاکستاني پوځيان وژلې دي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي هم دي.

د ټرائبل نيوز د سرچېنو د مالوماتو له مخې، په روانه جګړه کې پاکستاني پوځيانو ته سخت زيان اوښتى دى او د طالبانو د وياند محمد خراساني په وينا، چې د پاکستاني پوځيانو مړي اوس هم په ميدان کې پراته دي.

بلخواه د طالبانو له خوا په دې جنګ کې څوک وژل شوي نه دي، يواځې يو څو تنه يې سرسري ټپيان شوي دي.

کره سرچينې ټرایبل نیوز او ویلې چې د پاکستاني پوځيانو له وژل کېدو وروسته، پاکستاني پوځ په سلارزۍ سيمه د توپونو او جيټ طيارو بمباري پيل کړې ده، چې ملکي خلکو ته يې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

په هوايي بريدونو کې طالبانو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى او د پاکستان د پوځ وياند هم تر دې دمه پورې په دې اړه څه بيان نه دى خپور کړى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *