سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / باجوړ مظاهره:قبایلې خلکو پاکستان ژغورلی،خو پاکستان ریاستي ادارو د پښتنو نه خشاک جوړ کړی

باجوړ مظاهره:قبایلې خلکو پاکستان ژغورلی،خو پاکستان ریاستي ادارو د پښتنو نه خشاک جوړ کړی

باجوړ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي لاريون
د پاکستان قبايلي سیمه باجوړ ايجنسۍ کې نن د بېلابيلو سياسي ګوندونو ځايي مشران، غړي او په لويه شمېره کې عام خلک راټول شوي او دپښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ملاتړ يې په سیمه کې دوي ته د ورپېښو ستونزو حل کولوغوښتنې کړي دي.

مظاهره چيانو وويل قبايلي اولس پاکستان بچ کړی خو نن د پاکستان رياست د پښتنو نه خشاک جوړ کړی دی.

د باجوړ په عنایت کلي کې د لاريون په مظاهره کې د عامو خلکو سره واړه ماشومان هم موجود وو دوي په لاسونو کې داسې بېنرې پورته کړې وې چې د خپلو خپلوانو د راخوشي کېدو يا مالومېدو غوښتنې پرې لیکل شوې وې.

احتجاجي لاريون ته په وېنا کې ډاکټر عبدالرحمان چې تعلق يې د عوامي نيشنل ګوند سره دی،

هغه وويل، “پښتنو بغاوت نه دې کړی بلکې پاکستان يي بچ کړی دی خو د افسوس خبره دا ده چې نن رياست پښتانه نه بچ کوي او خشاک يي ترې جوړکړی په اوور يې منډي، نن مونږ په دې غونډې کې د رياست کارمندانو ته وايو چې د دوي غوښتنې خپلو مشرانو ته ورسوي”.

يو بل وېنا کوونکي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر اصغر خان وويل، “پښتون اولس سره د ناروا سلوک له وجې نن د باجوړ او لر وبر افغان اولس راپاڅېدلې دی او د احتجاج د لارې خپل حق غواړي”.

هغه وويل، “د پاکستان ائين د ۲۴۷ مادې لاندې ریاست پاکستان ماته ملامته دی چې ماله به زما د مال او ځان او هرڅيز حفاظت راکوي،خو د بده مرغه رياست پاکستان هغه کار وکړو کوم چې يهوديانو په فلسطين کې نه دی کړی او د ترهګرۍ په نوم يې راباندې پاکستان قصاب خانه کړه”.

هغه زياته کړه “پاکستان زمونږ ملک دې خو ځينې خلک دا پروپيګنډې کوي چې پښتون تحفظ مومنټ پاکستان ورانوي، قبائيلود پاکستان د ورانولو هغه وخت سوچ نه دې کړې کله چې تا ۷۰زره خلک مړه کړل په هغه ورځ د پاکستان مرده باد چغه نه ده لګېدلې”.

اصغر وويل “مونږ دې احتجاج د لارې خپل غږ اچتول غواړو کوم چې د تيرو ۱۵ کالو راهسې غلی کړی شوی ؤ،په کراچۍ کې، لاهور کې په اسلام اباد کې د پښتانه قتل عام کيږي پښتانه د تعليمي ادارو او ښارونو نه اوچتول کيږي او ماوراې عدالت قتل کيږي”

نوموړي زياته کړه “پاکستان زمونږ ملک دې خو که هم دغسې زياتې راسره روان وو بيا به کرښې راکاږو دغه رنګ په پاکستان کې دننه شناختي کارډ زما سره هم دی او د جنرال باجوه سره هم دی د صدر پاکستان سره هم دی او دلته د يو مېجر او کرنل سره هم دی په چيک پوسټونو دې د شناختي کارډ په مد کې زما د قام او اولس بې عزتي بنده کړی شي”.

د باجوړ د تحريک انصاف ګوند يو ځايي مشر جاوېد وويل، نن دلته زمونږ د راټوليدو مقصد دا دی چې نړې ته خپل غږ ورسوؤ هغه وويل دلته چې کوم سړی د مزدورۍ لپاره د کوره ووځي بچي يې د رزق په انتظار وي خو هغه د چاؤدنې ښکار شوی او مړی يې کور ته راوړل شي.

“ډير په افسوس دا خبره کوم چې پښتانه هغه بد نصيبه خلک دي چې نوره نړۍ کې د ځناورو حقونه شته خو د الله پاک په دې ارته ځمکه پښتون باندې ژوند تنګ د تعلیم نه محرونه دی د ژوند نه محرومه دی”.

باجوړ ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خپله يو ځل يو احتجاجي لاريون ته وېنا کړې وه.

تازه احتجاجي لاريون په داسې حال کې شوی چې په اتم اپرېل پېښور کې د پي ټي اېم لخوا يوه درنه اولسي غونډه شوې او منظور پشتين ویلي ؤ دوي به د ملک د ائين لاندې د خپلو غوښتنو منلو پورې مبارزه دوامداره ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *