جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بادغیس ولایت کې د ملي اردو عسکر وژل شوي دي

بادغیس ولایت کې د ملي اردو عسکر وژل شوي دي

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د آب کمري ولسوالۍ د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو په یو برید کې یوولس افغان سرتیري وژل شوي دي. د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وویل، چې په سلګونو طالبانو د آب کمري ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید وکړ، چې د برید په پیل کې په دغه پوسته کې د ملي اردو حاضر درې سرتیري ووژل شول. هغه وویل، کله، چې نور سرتیري د خپلو ملګرو سرتیرو مرستې ته ور روان وو، په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې په پایله کې اته تنه نور سرتېري هم ووژل شول. د بادغیس د والي ویاند ادعا کړې، چې په دې نښتو کې لس طالب وسله وال هم وژل شوي او څلور نور ټيپان شوي دي. خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *