د بادغيس ولايت په مرکز کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پر مرکز په وسله وال بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بېک رسنیو ته وويل، د دولت د وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د ولايت د مرکز اړوند په لامان سيمه کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز بريد وکړ او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
هغه وايي چې د ملی اردو ځواکونه له همدې مرکز سره پوسته لري او بريدکوونکو د ملي اردو يو سرتېرى ژوندى هم نيولى دى.
وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه يې د بادغيس مرکز کې د ملي اردو پر دوو پوستو په بريد کې د ملي اردو ٧ تنه وژلي، دوه يې ټپيان کړي او يو يې نيولى دى.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه بادغيس کې د ملي اردو له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د غويي په لومړۍ او درېيمه شپه هم د بادغيس ولايت په مرکز کې د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې پر مرکزونو په دوو بريدونو کې له امنيتي ځواکونو څخه ٧ تنه وژل شوي څلور نور ټپيان وو.
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره نوم ليکنه د ولايتونو په مرکزونو کې د وري په ٢٥ مه پيل شوې ده.
تر اوسه په بادغيس، ننګرهار، غور، سمنګان، خوست، لوګر او کابل ولايتونوکې د نوم ليکنو پر مرکزونو په بريدونو کې ١٠٣ تنه وژل شوي او ١٧٣ نور ټپيان دي. د دغو کسانو ډېر ملکي وګړي دي.
د دغو بريدونو تر ټولو خونړی د کابل په دشت برچي سيمه کې و چې ٥٧ کسان په کې ووژل شول او ١١٩ نور ټپيان شول