سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بدخشان:وسله والو طالبانو د کانونو نیولو له پاره جګړې پیل کړي دي

بدخشان:وسله والو طالبانو د کانونو نیولو له پاره جګړې پیل کړي دي

چارواکي وایي، طالبانو د بدخشان د کران و منجان د لاجوردو کان نیولو په موخه په یاده سیمه کې جګړه پیل کړې ده. دوی وایي دوه ورځې کیږي چې هلته جنګ روان و، چې په پایله کې یې ۵۲ بهرني او کورني وسله وال وژل شوي دي. د بدخشان امنیه قوماندان محمد صابر ارین وايي د یمګان ولسوالۍ له لوري وسله والو طالبانو پر کران و منجان برید کړی و، چې برید یې د امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی. د نوموړي په خبره، د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. هغه وویل، د جګړې په دویمه ورځ د کران و منجان ولسوالۍ د افراسیون امر او درې پولیس او شپږ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي، خو کله چې افغان ځواکونو پر طالبانو برید وکړ په جګړه کې یو بل پولیس او څلور نور ولسي پاڅون کوونکي هم ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره وسله والو په بدخشان کې په هغو ولسوالیو کې جګړې پیل کړې چې معدنونه یې په غیرقانوني توګه استخراجېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: