جمعه , اکتوبر 23 2020
کور / خبرونه / افغانستان / برتانیه غواړي افغان ژباړونکو ته پرته له مالیې او استوګنې اجازه ورکړي

برتانیه غواړي افغان ژباړونکو ته پرته له مالیې او استوګنې اجازه ورکړي

بریتانیه غواړي هغو افغان ژباړونکو ته چې افغانستان کې مېشتو بریتانوي ځواکونو ته یې دیارلس کاله ترجماني کړې پرته له مالیې ورکولو د استوګنې اجازه ورکړي

دغه خبرې د بریتانیه د کورنیو چارو نوي وزیر “ساجد جاوید” پرون خبریالانو ته کړي

نوموړي د دوشنبې په ورځ خپل کاري فعالیت پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې بریتانیې ته به د مهاجرت عادلانه سسټم ورغوي

د بريتانیه د کورنیو چارو مخکیني وزیر “امبر رود” ګواښ کړی و چې له دغه هیواده به مهاجرین اوباسي خو له دندې یې استعفاء وکړه

تر دې مخکې د بریتانیې حکومت ویلي ؤ چې د دائمي اقامت د اجازې د ترلاسه کولو لپاره باید دغه هیواد ته ۲۴۰۰ انګلیسي پاوند ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: