دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / برېتانوۍ ټایمز نشریې پخپل یوه مطلب کې لیکلي، چې ایران له افغان طالبانو ملاتړ کوي

برېتانوۍ ټایمز نشریې پخپل یوه مطلب کې لیکلي، چې ایران له افغان طالبانو ملاتړ کوي

برېتانوۍ ټایمز نشریې پخپل یوه مطلب کې لیکلي، چې ایران له افغان طالبانو ملاتړ کوي او په باور یې سلګونه طالبان دمګړی د ایران له لوري روزل کېږي. نشریه لیکي، دوی تر ټولو پیاوړي کسان دي چې د امریکا پر ضد به جګړه کوي. ټایمز زیاتوي د ایران دا کار ښيي، چې دوی څومره د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي او غواړي په افغان خاوره کې د امریکا پر ضد نیابتي جګړه مخ ته یوسي. بلخوا په کوټه شورا کې یوه طالب چارواکي نشریې ته ویلي، ایران ورته په دوو شرطونو روزنه ورکوي. یو دا چې د امریکایانو پر وړاندې به جګړه کوي او بل دا چې دداعش د پراختیا مخه به نیسي. افغان حکومت هم په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د سیمې د استخباراتي ادارو جګړه روانه ده او ډېری طالب وسله وال ددغو ادارو له لوري روزنه ترلاسه کوي او ملاتړ یې له ځان سره لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: