جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / برېتانیا افغان جګړې له پاره نور اضافې عسکر استوې

برېتانیا افغان جګړې له پاره نور اضافې عسکر استوې

د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې چې افغانستان ته ۴۴۰ نور اضافي عسکر ولېږي. په راپورونو کې راغلي چې دغه عسکر به د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځ په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي. تر دې وړاندې هم د ټرمپ د غوښتنې په تعقیب برېتانیا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ډېرولو پرېکړه کړې وه. څه وخت مخکې ګارډين ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې لیکلي وو، چې برېتانیا غواړي په افغانستان کې خپل سرتېري دوه برابره کړي. برېتانیا او د ناټو غړي هېوادونه داسې مهال په افغانستان کې د خپلو سرتېرو ډېرولو ته زړه ښه کوي، چې د بهرنیانو حضور په هېواد کې د جګړې ستر لامل بلل کېږي. د چارو پوهان او ډېری سیاسیون په دې باور دي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري، نو ښکېلې خواوې د نظامي لارو پر ځای پر سوله ییز لارو او مذاکراتو ټینګار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *