سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / راپورونه / برېتانیا دې د ټرمپ په غوښتنه خپل ځوانان د مرګ خولې ته نه ورکوي

برېتانیا دې د ټرمپ په غوښتنه خپل ځوانان د مرګ خولې ته نه ورکوي

برېتانیا دې د ټرمپ په غوښتنه خپل ځوانان د مرګ خولې ته نه ورکوي. د ګارډین ورځپاڼې لیکوال اون جونز په یوه کالم کې لیکي، په افغانستان کې د امریکا جګړه تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه شوه، نو برېتانیا ته په کار نه ده، چې تر دې ډېر خپل ځوانان د امریکا په غوښتنه د مرګ خولې ته ورکړي. د سرچینې په وینا د افغانستان په جګړه کې تر سل زره ډېر کسان ووژل شول، د ۲۲۰ زرو بهرنیو ځواکونو له ډلې نیمايي یې ټپیان شول یا رواني ستونزې ورته پیدا شوې، ملیاردونه ډالر ولګول شول، خو نه یوازې دا چې ترهګري ختمه نه شوه، بلکې تر پخوا لا پیاوړې شوه او په افغانستان کې یې فعالیتونه پراخ کړل. ګارډین لیکي په عراق کې هم د امریکا جګړه د نوو ترهګرو ډلو د جوړېدو سبب شوه. لیکوال وړاندې لیکلي، برېتانیا دې نور د ټرمپ په غوښتنه خپل ځوانان په داسې یوه جګړه کې نه وژني چې د ناکامۍ پړه یې ټوله د امریکا پر غاړه ده. په مطلب کې وړاندې راغلي چې ټرمپ په لومړي سر کې غوښتل چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي، خو اوس یې چې د جګړې پرېکړه کړې ده نو پخپله دې جګړه کوي او مرستندویه هېوادونه تر دې ډېره مرسته نه شي ورسره کولی. سرچینه کاږي چې د څو زرو عسکرو په ډېرېدو دا جګړه نه کابو کېږي بلکې یوه سیاسي او بنسټيز حل ته اړتیا لري چې تر اوسه فکر نه دی ورباندې شوی. ګارډين تر هغه وروسته یادې څرګندونې کړې، چې برېتانیا غواړي افغانستان ته تر ۴۰۰ ډېر نور عسکر ولېږي. ګارډین دا کار د برېتانیا په زیان بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: