بشار الاسد وايي موږ نور هم د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن شوو. د سوریې ولسمشر بشارالاسد چې د ایران او روسیې ملاتړ ورسره دی، د غربي هېوادونو له بریدونو وروسته رسنیو ته ویلي، د درېیو هېوادونو ګډو بریدونو موږ د ترهګرۍ ضد مبارزې ته نور هم ژمن کړو. دده په خبره دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او نه غواړي چې ترهګر خپلو موخو ته ورسېږي. هغه یو ځل بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکي سوریې دې کیمیاوي وسلې کارولې وي. امریکا، برېتانیا او فرانسې نن سهار وختي د سوریې پر ځينو برخو د توغندیو بریدونه وکړل. روسیې ویلي پر سوریې د توغول شو دغو توغندیو دویمه برخه یې شنډ کړل شوي دي. برېتانیا او فرانسې بیا دغه بریدونه بریالي بللي دي. د نړۍ ګڼو هېوادونو دغه بریدونه غندلي دي.
