دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بغلان ولایت کې درې ملکیان وژل شوي دي

بغلان ولایت کې درې ملکیان وژل شوي دي

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن له غرمې مخکې د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو د پخواني قومندان، رییس فیض الله کور ته څېرمه ماین چاودنه شوې چې له امله یې د فیض الله په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې رییس فیض الله مخکې تر دې سیمه ییزو پولیسو کې قومندان و، خو اوس مهال یې کومه رسمي دنده نه درلوده. تر اوسه د وسله والو طالبانو په ګډون هیڅ کومې ډلې د یاد برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *