شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بغلان ولایت کې پولیسو پوستې طالبانو ته پرېښې دي

بغلان ولایت کې پولیسو پوستې طالبانو ته پرېښې دي

د بغلان ولایتي شورا وایي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه له ټولو امنیتي پوستو وتلي او سیمې یې طالبانو ته پرېښې دي. د ولایتي شورا رییس صفدر محسني وویل، چې دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې تېر ماښام څو امنیتي پوستې سقوط کړې او د ۲۶ سرتېرو له مرګ ژوبلې وروسته یې خپلې ټولې پوستې خالې کړي او سیمې یې طالبانو ته سپارلې دي. د بغلان امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو سره له خبرې کولو ډډه کړې ده. صفدر وایي، که څه هم ښایي دا کار د احتمالي تلفاتو د مخنیوي په خاطر شوی وي، خو نوموړی زیاتوي چې له دې کار سره به په سیمه کې د وسله والو طالبانو حضور پراخ شي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *