یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بغلان کې پولیسو څلور وسله نیولي

بغلان کې پولیسو څلور وسله نیولي

د بغلان پولیس په دې ولایت کې د څلورو وسله والو غلو د نیولو خبر ورکوي.

د بغلان امنیه قوماندان وايي چې دا شوکماران د نهرین- پلخمري د لویې لارې په اوږدو کې نیول شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع پرون د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، تورن کسان مخکې له دې چې د یو موټر د سپرلیو پیسې او مالونه غلا کړي د پولیسو له خوا ونیول شول.

ښاغلی سریع وايي له مشکوکو غلو څخه یې وسلې هم نیولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *