پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / بغلان کې چاودنې ۱۱کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بغلان کې چاودنې ۱۱کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په وینا پېښه د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې یوه مرکز ته څېرمه د چاودنې له امله را منځته شوې چې پکې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، په وژل شویو او ټپیان کې ښځې هم شاملې دي. خو یوه امنیتي سرچینه وایي، د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، پیښه د ځای پر ځای شوی ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *