چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / بلخ: طالبانو د ولسي جرګې څلور ناظرین وژلي

بلخ: طالبانو د ولسي جرګې څلور ناظرین وژلي

د بلخ ولايت چارواکو ويلي، چې طالبانو تېره ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماند اسرار تاشقرغاني څلور ناظرين وژلي دي.

د بلخ د والي وياند منیر احمد فرهاد ويلي، چې دغه څلور ناظرين تېره ورځ هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د ټاکنو د مرکزونو د نظارت لپاره ولاړ شي، خو په لاره کې د طالبانو د برید ښکار شول.

د والي وياند وايي، چې طالبانو د ناظرينو موټر سوځلی او موټر چلوونکی يې بېرته له لارې تاو کړی دی.

طالبانو تر اوسه په مشخصه توګه د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي، خو له ټاکنو يوه ورځ وړاندې يې د رسنيو له لارې پر ټولو خلکو غږ کړی و، چې ټاکنې تحريم کړي او دغه ټاکنې یې د امریکايي اشغال تر سيوري لاندې جعلي پروسه بللې وه.

طالبانو تېره ورځ ويلي و، چې پر ټاکنيزو اهدافو يې ۴۰۷ بريدونه او چاودنې کړې وې او ګڼ شمېر عسکرو، پوليس او د ټاکنيزې پروسې مامورينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم طالبانو د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی خپور کړی، خو راپورونه وايي، چې د تېرې ورځې په پېښو کې تر شپيتو پور خلک وژل شوي او نږدې درې سوه نور ټپيان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: