پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / بلخ والی د ګوښه کېدو وروسته هم خپلې امپراطورۍ ته دوم ورکوي

بلخ والی د ګوښه کېدو وروسته هم خپلې امپراطورۍ ته دوم ورکوي

د بلخ د ولایت له څوکۍ د عطا محمد نور د ګوښه کېدو دوې میاشتې پوره شوې؛ خو نوموړی لا هم نه یوازې دا چې د بلخ د والي په توګه کار ته دوام ورکوي، بلکې حکومت ګواښي چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې به لوی لاريونونه را وباسي.
شنونکي وايي، د عطامحمد نور پر وړاندې د حکومت پڅ او سوړ دريځ د دې سبب شوی چې خلک پر حاکميت بې باوره شي. دوی وايي، همدې بې باورۍ کار و بار او اقتصاد ته هم دروند زيان اړولی دی.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر فیض محمد ځلاند وايي، د بلخ د والي د ګوښه کولو او بیا یې په اړه د شوې پرېکړې نه پلي کېدو حکومتولي او د قانون حاکميت مسخره او خلک پر حکومت بې باوره کړل.
ځلاند مسير ورځپاڼې ته وویل: «کله چې د ولسمشر یو حکم په دوه میاشتو کې نه پلی کېږي او پر وړاندې یې بغاوت کېږي، مانا دا ده چې دلته حکومت له سره حاکميت نه لري».
ځلاند د عطامحمد نور د ګوښه کېدو په مسئله کې بهرنیانو ته هم د پړې ګوته نيسي، چې په وينا يې د دې قضيې په هواري کې لازمه او قانوني همکاري نه کوي.
بلخ مېشتی مدني فعال سمیع الله رشید وايي، له تېرو دوو میاشتو راهيسې، چې نور له دندې ګوښه شوی، د بلخ ولايت او په ځانګړي ډول د مزار شريف ښار امنيتي او اقتصادي وضعيت ته درانه زيانونه اوښتي دي.
رشيد، مسير ورځپاڼې ته وويل: «په مزارشریف ښار کې سلګونه وسله وال را پیدا شوي، چې په شخصي جامو کې ګرځي، هغوی نه حکومتي عسکر دي او نه یې مشر او ډله معلومه ده، له همدې وېرې خلک ډاډه کار و بار نه شي کولی».
دی وايي، خلک تر دې ډېر زغم نه لري او حکومت ته بويه چې د نور ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقیار بيا په دې باور دی، چې بهرنيان د عطامحمد نور د ګوښه کېدو په مسئله کې دوه مخې لوبه کوي او حکومت هم له همدې کبله له واک او ولايته د نور په لرې کولو کې پاتې راغلی دی.
حقيار مسير ورځپاڼې ته وويل، وروسته له هغه چې امریکايي چارواکو د نور د ګوښه کېدو په مسئله کې پر جوړجاړي ټينګار وکړ، د قانون پلي کولو ته د حکومت اراده هم سسته شوه.
قاضي محمدحسن حقيار دغه راز ټينګار کوي چې که ارګ د قانون د پلي کولو توان نه لري، نو ملت دې هم خبر کړي او هغه عوامل دې له خلکو سره شريک کړي چې له کبله يې د ولسمشر قانوني پرېکړه نه پلې کېږي.
د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجنیر داوود بيا تازه خبریالانو ته ویلي، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې په نږدې ورځو کې به يې په رسمي توګه دندې ته معرفي کړي.
حکومت وړاندې د بلخ د والي په توګه د عطامحمد نور لاسليک هم بې اعتباره اعلان کړی و، خو نور لا هم نه يوازې دا چې د بلخ د والي په توګه دندې ته دوام ورکوي، د حکومت مشرانو ته د هغوی د غاښونو ماتولو په ګډون بېلابېل ګواښونه هم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *