یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان:په راکټي بریدونو کې د پاکستاني پوځ ۵ عسکر وژل شوي دي

بلوچستان:په راکټي بریدونو کې د پاکستاني پوځ ۵ عسکر وژل شوي دي

دبلوچستان ایالت د ډیره بګټې د دشت ګوران په سېمه کې بلوچ بیلتون خوښو وسله والو د پاکستان په یو پوځي کیمپ د غټو او وړو وسله پر مټ خونړي بریدونه تر سره کړي دي چې په پایله کې ۴ امنیتي کارکونکي وژل شوي دي او د ګڼو نورو سرتيرو د ټپی کېدو راپورونه هم ورکول کیږي .

بلخواه د ډیره بګټي په یاده سېمه کې د وسله والو د بریدونو وروسته پر امنیتي ځواکونه د تېښتې په مهال چاودنه تر سره شوې ده چې په نتیجه کې یو عسکر وژل شوی دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *