دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان ایالات کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

بلوچستان ایالات کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

بلوچستان ایالات پشین سېمه کې ځان وژونکی برید شوی دی د لومړنیو مالومات له مخې یاد برید د پاکستان حکومت د یو لړ رتبه چارواکي په موټر شوی دی چې په پایله کې د لیوز ځواک ۳ عسکر مړه او دوه نور مرګوني ټپیان دي.

د یاد برید وروسته سېمه د پولیسو لخواه کلا بنده شوي ده او د پلټنو عملیات یي پیل کړي دي

پولیسو د راپور له مخې یاده چاودونه یو ځانمرګي برید وو چې د يو موټر سایکل په واسطه تر سره شوی دی چې په پایله کې یو موټر ویجاړ شوی دی

تر اوسه د یاد برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې

د یادونې وړ ده بلوچستان کې په دا ډول بریدونو د پاکستاني طالبانو وسله واله تندروه ډله حزب الاحرار ککړه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *