شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان ایالات کې په پولیسو برید شوي دي

بلوچستان ایالات کې په پولیسو برید شوي دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو د یو مشر د موټرو په کتار خونړی برید وشو.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د برید نه د پولیسو مشر روغ رمټ وتلی خو دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پولیسو د مشر حمید الله دستي پر موټرو د نامعلومو وسله والو لخوا خونړی برید وشو.

په پیښه کې د پولیسو مشر ته ځاني زیان ندی رسیدلی خو د هغه دوه تنه ساتوونکې پولیس وژل شوي دي.

د پیښې نه وروسته سمدلاسه امنیتي او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې.

پولیسو سیمه محاصره او د برید کوونکو د نیولو په خاطر يي پراخه پلټنې پیل کړي دي.

د ویلو ده چې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې وخت نا وخته پر امنیتی ځواکونو دیته ورته خونړي بریدونه کیږي.

دوه اوونۍ مخکې هم د کوټې د سریاب روډ په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو چې په ترڅ کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د یاد برید مسوولیت پاکستانۍ طالبانو د ملا فضل الله ګروپ اخستي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: