د پاکستان پوځ ويلي د بلوچستان صوبې د اواران سره نزدې د ترهګرو پرضد عمليات شوي چې پکې يو پوځي سرتېری او څلور ترهګر وژل شوي دي.
پوځ ويلي، د اوارن سره نزدې د بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې ډلې پرضد عمليات کېدل او په دغه مهال نښته شوې ده.
د سرکاري میډيا ترمخه په استخباراتي اساس ترسره شوؤ عملياتو کې څلور ترهګر وژل شوي او په غټه کچه وسله ترې ترلاسه شوې ده.
د پوځي بيان ترمخه وژل شوي ترهګر په پوځي کاروان بريد کې ککړ ؤ، او تېر کال په دغه بريد کې پينځه پوځيان وژل شوي وو.
د اتوار يا يکشنبې په ورځ ترسره شوؤ عملیاتو کې سپاهي رمز علي وژل شوی او نايک يعقوب ژوبل شوی دی.
بلوچستان کې وخت په وخت په دغه ډول عملياتو کې د ترهګرو د وژل کېدو ادعاوي کيږي.
خو د دې ترڅنګ په صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه او ورسره د ناامنۍ پېښې هم دوام لري.
پوځ ويلي د اواران سره نزدې ترسره شوي عمليات د ردالفساد عملياتو برخه ده.
پاکستان کې د کال ۲۰۱۷م د فرورۍ په مياشت کې د ردالفساد نوم عمليات پېل کړی شوي او پوځ ويلي ؤ دغه عمليات له ترهګرۍ څخه د پاتې خطر د مخنیوي لپاره پېل کړی شو.