جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / بلیک واټر کمپنۍ هڅه کوي چې د افغان جګړي قرارداد خپل کړی

بلیک واټر کمپنۍ هڅه کوي چې د افغان جګړي قرارداد خپل کړی

اېریک پرنس په افغانستان کې د ننه او بهر له يوشمیر افغان سیاستوالو او چارواکو سره منظمې ناستې کړې ترڅو د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي

له دې وړاندې پنتاګون شخصي امنیتي کمپنۍ ته د افغان جګړې له سپارلو سره مخالفت ښودلی خو د سپینې ماڼۍځينې مهم چارواکي له اېریک پرینس سره همغږي دي

شخصي امنیتي کمپنۍ ته د افغان جګړې سپارل بدې پایلې درلودای شي، بلک واټر کمپنۍ پخوا هم ازمویل شوې او ښه مخینه نه لري (شنونکي)

کابل – وروسته له هغه چې ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی، د بلک واټر پخوانۍ امنیتي کمپنۍ بنسټګر اېریک پرنس د افغان جګړې د قرارداد د ترلاسه کولو هڅې روانې کړې دي.

که څه هم د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ له اعلان وروسته یادې امنیتي کمپنۍ ته د افغان جګړې د سپارلو وړاندیز رد شو خو نوموړي اوس تازه یو ځل بیا هڅې پیل کړې چې د جګړې دا لوي قرار داد تر لاسه کړي.

سرچینې وایي، اېریک پرنس په افغانستان کې یو ځانګړی استازی هم لري او پخپله په هیواد کې د ننه او بهر له يو شمېر افغان سیاستوالو او چارواکو سره منظمې ناستې کوي ترڅو د هغوی ملاتړ خپل کړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی غواړي د ۱۶ میلیارده ډالرو دغه قرار داد دا ځل له دې لارې تر لاسه کړي چې د افغانانو لخوا یې د ورسپارلو غوښتنه وشي.

که څه هم پنتاګون په افغان جګړه کې د خپلې ماتې له تور څخه د خلاصون لپاره د اېریک پرینس له هڅو سره جدي مخالفت لري خو ویل کېږي چې په سپینه ماڼۍ کې ځينې کسان له نوموړي سره همغږي دي.

خو د چارو شنونکي بیا وايي چې شخصي امنیتي کمپنۍ ته د افغان جګړې سپارل بدې پایلې درلودای شي ځکه په وینا یې دغه کمپنۍ پخوا هم ازمویل شوې او ښه مخینه نه لري.

د دوی په باور بلک واټر کمپنۍ بنسټګر یوازې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دی او ښایي د ځان په څېر افغانان هم د ځان ملګري کړي.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې ویسا په دې اړه یو خبر خپور کړی و چې اېریک پرنس په کابل کې خپل دفتر پرانستی او دوه تنه افغانان، چې په امنیتي برخه کې پوره تجربه لري، د خپلو مشاورینو په توګه ټاکلي او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې د افغانستان د کانونو د امنیت ساتلو د قرارداد تر لاسه کولو پریزنتیشن هم وړاندې کړی وو او دلته یې له کانونو وزارت او نورو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: