یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / پاکستان / بنو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو چاودنه شوې ده

بنو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو چاودنه شوې ده

په نیمه قبایلې سیمه بنو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونه د سرک د غاړې بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې دوه پوځیان ژوبل شوي دي

راپورونو له مخې یاده چاودنه په جاني خیلو کې تر سره شوې ده د امنیتي سرچینو د مالوماتو په اساس چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه د معمول په څېر پر ګشت کولو بوخت وو چې په ناڅاپې توګه یې یو موټر د مخکې نه په سرک د ځای پر ځای شوې بم ور برابر شو

د یادې چاودنې وروسته سیمه امنیتي ځواکونو په خپله ولقه کې اخستې ده او په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي بلخواه ټپي شوي عسکر یې د درملنې له پاره سی ایم ایچ روغتون ته استولي دي

دیاد برید پړه تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: