سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو د مقدمو پرضد احتجاجي مظاهره شوې

بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو د مقدمو پرضد احتجاجي مظاهره شوې

د بلوچستان په ژوب او قلعه سېف الله سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو او غړو باندې د مقدمې پرضد په بنو کې لاريون او احتجاجي مظاهر شوې ده.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې پښتنو ځوانانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، پښتانه مترقي ليکوالو، د سياسي ګوندونو غړو او مدني ټولنې فعالانو په ګڼ شمېر کې په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړو.
د مظاهرې ګډون والو تودې نعرې وهلې او وې ويل چې “په کوټه کې چې کومې اېف ايي ارې کټ شوي دي که دغه شان سل (۱۰۰) اېف ايي ارې کټ شي مونږ نه ويريږو خپل غورځنګ ته به دوام ورکوؤ”.
د دوي وينا وه د پښتون ژغورنې غورځنګ د کوټې اولسي غونډې ته په وېنا کوونکو” جعلي اېف ايي ارې (مقدمې) درج شوي دغه مقدمې ته بيرته واخستل شي”.
د مظاهرې ګډون والو ته په وېنا کې علي پشتون وويل، “زمونږ پښتنو سره دومره ظلم شوی دی چې مونږ يې د کوم ظلم قيصه وکړو، پښتانه ډېر پرامنه دي دوي غدار نه دي د پښتنوهومره قربانۍ دپاکستان دپاره چا هم نه دي ورکړي، زمونږ په کوټه کې پرامنه جلسه وه په مونږ اېف ايي ارې کټ شوې مونږ خپل حق غواړو او دوي راباندې اېف ايي ارې کټ کوي”.
وينا کوونکو وويل، “د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د پاکستان د ائين سره سمې دي منظور د پاکستان د ائين پرضد خبره نه ده کړې خو په دوي باندې مقدمه درج کولی شي، دوي وويل ډېره د شرم خبره ده چې کوم سړی د پاکستان د ائين خبره کوي په هغو مقدمه درج کيږي”.
پرون په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په مشرانو د مقدمو درج کولو پرضد د صوبې په ټولو غټو وړو عدالتونو کې وکيلانو کاربنديز کړی او دغو مقدمو ته يې د اظهار رايې د ازادۍ د اساسي حقونو سرغړونه ويلې وه.

تېره ورځ د ژوب او قلعه سېف الله پوليسو د منظور پشتين او هغه سره ملګرو محسن داوړ، رضا محمد وزير، نواب اياز خان جوګېزۍ او نورو باندې مقدمې درج کړي دي.
بلوچستان صوبه کې مقدمې په داسې حال کې درج کړی شوي چې پرون د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ په پاکستاني حکومت غږ کړی چې په دغه هیواد کې دې د پښتنو سره کیدونکی زور زیاتی ودرول شي، په پښتنو د ترهګرو ټاپه (لېبل) لګول دې بند شي او د دغه محرومه ساتل شوو(پښتنو)غږ دې واورېدل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: