د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د بنګلدیش په پلازمینه ډاکه کې د امریکا د سفیر پر موټر ډزې وشوې. په برید کې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی. د امریکا سفارت هم په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې موټرسایکل سپرو وسله والو د سفیر پر موټر ډزې کړې دي، خو په پېښه کې د سفیر په ګډون هېچا ته زیان نه دی اوښتی. د بنګلدیش حکومت وايي د پېښې هر اړخیزه پلټنه یې پيل کړې ده.
