چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بهرني لوټ ماران په ملي شتمنیو بوخت او د افغان حکومت ړنده څارنه!

بهرني لوټ ماران په ملي شتمنیو بوخت او د افغان حکومت ړنده څارنه!

هلمند کې بهرني پوځيان د ذخایرو په لوټ بوخت دی او له معدونونو سره نږدې يې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي دي. سپوتنیک د هلمندي سناتور هاشم خان الکوزي په حواله وايي، د دې دعوې لپاره ګڼ شواهد او اسناد په لاس کې لري. هغه د هلمند په خانشين کې یو کان یاد کړی چې بهرنيان يې له څنګ سره مېشت دي او په وینا يې شپه ورځ د دې کان په لوټلو بوخت دي. هغه طالبان او ځينې ولسي وګړي هم یاد کړي چې په ناقانونه ډول کانونه لوټي او حکومت يې د پوښتلو جرئت نه شي کولی. تر دې وړاندې هم ځينو لوېدیځو رسنیو په ډاګه کړې وه، چې په روان میلادي کال کې د ډونالډ ټرمپ سترګې د افغانستان پرکانونو نښتې دي. هغه د خپلو هیلو د لیست په سر کې د افغانستان کانونه یاد کړي دي، چې د روانې جګړې ملاماتوونکی اقتصادي فشار پرې یو څه کم کړي. یاده دې وي د بګرام پوځي اډې په ګډون په نږدې ټولو هوايي ډګرونو کې د بهرنیانو الوتکې بې اجازې تګ راتګ کوي او افغان دولت يې د پوښتلو او پلټلو واک نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: